پاکستان او هند نن د کرکټ په میدان کې مخامخ کیږي

PAK INDIA


د پاکستاني وسلوالو له خوا د هند په مالي مرکز مومبۍ باندې د حملو نه څلور کاله وروسته، د جنوبي اسیا دغه گاونډي اتومي طاقتونه ، د کرکټ په میدان کې نن سره مخامخ کیږي

د هند او پاکستان ترمنځ ددغو دوه اړخیزواړیکوسلسله د ٢٠٠٧ کال په نوامبر کی شروع شوه، په دی سیالیسو کې به دوه ځلې شل اوریزه میچونه او دری ځلې یو ورځنۍ لوبې تر سره شي . دغه مسابقې نن د کرسمس په ورځ د هند د بنگلور په ښار کی پیل کیږی.

تحلیلگران د کریکټ د لوبو دغه لړئ ددی دوه اړخونو ترمنځ داسی یوه علامه گڼي چه په ٢٠٠٨ کال کی په مومبۍ د ترورستي حملو نه وروسته دښمني هیره کړي. په مومبۍ کی دیره لسو پاکستاني وسلوالو په مومبې باندې په حمله کې چه درې ورځې روانه وه، ١٦٦کسان ووژل.