د اوکراین ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (اګست شپږمه) د بریدګرو بې پیلوټه الوتکو په مرسته د مسکو شمال ختیځ کې د روسیې د تیلو پر یو چاڼځای برید وکړ چې د ځایی روسي چارواکو په وینا، په تاسیساتو کې اور لګېدلی دی. دا ځای د مسکو څخه ۲۵۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
متحده ایالتونو د نشه یي توکو د سترو قاچاق وړونکو او کارټلونو په وړاندې په یوه اقدام کې (هالیسکو کارتل نوي نسل) یا CJNG په وړاندې نوې انعام ټاکلی دی.
د بریتانیا سمندري امنیتي سازمان (UKMTO) او حوثي یاغیان وايي چې د یمن په ساحل کې په دوو سوداګریزو کښتیو بریدونه شوي، چې یوه یې په سمندر کې ډوبه شوې ده.
د اوکراین چارواکي وايي، روسیې د چهارشنبې په سهار ( اګست پنځمه) د اوکراین پر پلازمېنې کییف او شاوخوا سیمو د بالستیک توغندیو په لسګونو بریدونه کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او یو شمېر لوژستیکي مرکزونه او ګودامونه ویجاړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، په ایران کې د اعدامونو زیاتوالی د خلکو د وېرولو او د حکومت د مخالفانو د غږ د ځپلو لپاره کارول کېږي.
یو ۲۶ کلن افغان مسلکي سوکوهونکی، چې د یوې سکاټلنډۍ ښځې د وژلو په تور نیول شوی، د چهارشنبې په ورځ د اګست ۵مه د یونان په پلازمېنه آتن کې محکمې ته حاضر شو.
د فوربس اقتصادي مجلې د ۲۰۲۶ کال د اګست میاشتې لپاره د نړۍ د لسو شتمنو کسانو نوملړ خپور کړی چې د هغوی ټوله شتمني شاوخوا ۲.۶ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شمالي سودان د دارفور په یوې محکمې د بې پیلوټه الوتکې هغه برید غندلی، ۳۵ تنه په کې ووژل شول.
د لبنان د حکومت مرکچي پلاوی د دوشنبې په ورځ د اګست ۳مه د ایټالیا پلازمېنې روم ته روان شو. ټاکل شوې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائيل او لبنان ترمنځ د مستقیمو خبرو اووم پړاو د سه شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د امریکا په سفارت کې ترسره شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي امریکا به په راتلونکو اوونیو کې هڅه وکړي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو په هدف خبرې بیا پیل کړي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا مېلونې د اسپانیا په جنوب کې د سیوټا سیمې ته د لس ګونه زره ګډوالو راتګ ته په اشارې ویلي چې خپاره شوي انځورونه "اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو په اړه د سمدستي اقدام اړتیا" په ډاګه کوي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غیر قانوني توگه مراکش څخه هسپانيا ته د لسگونه زره کسانو ورتگ ډیر بد حالت بللی.
نور پورته کول