اوباما: د حکومت په لګښتونو کې کموالی د امریکا اقتصاد ته تاوان رسوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما


د امریکا جمهورئیس براک اوباما وایي چي د حکومت په لگښتونو کي کموالی چي د مارچ په میاشت کي تطبیق شو، ددې هیواد اقتصاد ته تاوان رسوي.

ښاغلي اوباما د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کي په یوه خبري کنفرانس کي وویل چې د حکومت په لګښتونو کې کموالی «زموږ وده سوکه کړې او زموږ د خلکو کارونه یې کم کړي دي.»

په لگښتونو کي دا کموالی په داسي حال کي راغی چي جمهوررئیس اوباما او په کانگرس کي مخالف جمهوري غوښتونکي د مالیاتو او لگښتونو په برخه کي موافقې ته سره ونه رسیدل. د لگښتونو ددې کموالي هدف دا دی چي د حکومت په ځینو پروگرامونوکي کموالی راشي او ځیني حکومتي کارکونکي په اونۍ کي د کار نه څو ساعته بې معاشه رخصت شي. په دې لړ کي تیره اونۍ د هوایي ټرافیک تقریبا ١٥٠٠ کارگران یوه ورځ بې معاشه رخصت شوي وو چي دې کار د الوتکو په پروازونو کي ځنډ راوست او کانگرس مجبور شو دا پریکړه بیرته واخلي.

جمهوررئیس د پخوا په شان د کانگرس نه وغوښتل چي داسي یوې موافقې ته سره ورسیږي چي د دې هیواد ډیر ستر ملي پورونه را کم کړي او په عین حال کي د زیربنا گانو د پیاوړتیا، د ښووني او روزني او د علمي څیړنو د پیاوړتیا په پروگرامونو کي پانگي واچول شي. مگر سپینه ماڼۍ او جمهوري غوښتونکي لا په دې اړه اختلافات سره لري چي حکومت باید څه ډول مالي پالیسۍ تطبیق کړي.