په سومالیه کښې قحطۍ 2 سوه او 58 زره کسان وژلي

د ملګرو ملتونو یو کمیسون وایي داسې اټکل کیږي چې په سومالیه کښې د قحطۍ په وخت کښې به د خوراکي موادو د کموالي له وجې 2 سوه او 58 زره کسان وژل شوي وي. د ملګرو ملتونو دغه کمیسون وایي سره لدې چې د خوراکي موادو د کمښت په اړه خیریه مؤسسو ته خبرداری ورکړل شوی ؤ، خو بیا هم هغوي پدې ونه توانیدل چې پر وخت د خلکو سره مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې دغه رپوټ پرون د پنجشنبې په ورځ خپور کړیدی. په رپوټ کښې د خلکو د مړینو په اړه ارقام د 2010 میلادي کال د اکتوبر د میاشتې او د تیر کال د اپریل د میاشتې پورې راټول شویدي.

د دغه رپوټ د مالوماتو له مخې په سومالیا کښې یو لک او 33 زره ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کالونو نه کم ؤ، یا په مستقیم ډول د خوراکي موادو د کموالي له وجې مړه شویدي او یا د داسې ناروغیو له لاسه مړه شویدي چې د خوراکي موادو د کموالي نه پیدا کیږي.

د سومالیا د شابیلي په سیمه کښې چې قحطۍ سخت ځپلې ده، اتلس په سلو کښې مړه شوي کسان ماشومان ؤ. رپوټ وایي د سختې قحطۍ له وجې پدې سیمې کښې هره میاشت 30 زره کسان مړه کیدل.

په سومالیا کښې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم مشر، فلیپ لازاریني چې په موګادیشو کښې یې خبریالانو ته مالومات ورکول وایي چې د خلکو وژل کیدل یو ټکان ورکونکې پیښه او زیاتوي چې د دې سترې غمیزې د مخنیوي لپاره ډیر څه کیدی شوی.

" وروسته تر دې چې د 2012 کال د فبروري په میاشت کښې په سومالیا کښې د قحطۍ اعلان وشو، نو بشري مرستو هم ورته ډیره پاملرنه وکړه خو البته مونږ د دې پیښې نه ډیر څه زده کړل. مونږ د 2010 کال د اګست په میاشت کښې څو ځله خبردرای ورکړ چې په سومالیه کښې قحطي ورځ په ورځ زیاتیږي خو د بشري مرستو کارونه او د مالي امکانات ډیر پڅ روان ؤ."
پوه سومالیه کښې د 2011 کال د جولای په میاشت کښې پدې خاطر د قحطۍ اعلان وشو چې دوه کاله په پرله پسې ډول باران ونه شو او په همدې خاطر کرکیلی ډیر لږ ؤ او د اوبو د نشتوالي له وجې د خلکو زیات شیمر څاروي هم مړه شول.
د سومالیه جنوبي سیمي تر ټولو زیاتې ځپل شوې وې ځکه چې دا سیمې د الشباب د جنګیالیو تر کنترول لاندې وې او د مرستندویه مؤسسو کارکوونکي یې نه پریښودل چې هلته د خلکو سره مرستې وکړي چې له همدې وجې هم زیات شمیر خلک هلته د خوراکي موادو د کموالي له وجې مړه شول.

ملګري ملتونه وایي چې اوس هم په سومالیه کښې 2.7 میلونه خلک مرستو ته اړتیا لري.
بل پلو د سومالیې زیاتې سیمې اوس د الشباب د جګړه مارانو نه پاکې شویدي، او نوي حکومت چې د شاوخوا شلو کالونو کورنۍ جګړې نه وروسته دوه کاله وړاندې تاسیس شو، پدې توانیدلی چې د هیواد په زیاتو سیمو کښې د خلکو سره مرستې وکړي.