ولسي جرګې د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړ

ارشیف

د اوږدې مودې ورسته، نن ولسي جرګې د افغانستان د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړ. دغه قانون ۱۶ فصله او ۷۹ مادې لري. د دغه قانون په ۱۱ مادو باندې د یوې میاشتې راهیسې بحثونه روان وو. په دغو ۱۱ مادو کې یوه یې د کوچیانو لپاره د انتخاباتي حوزې د ټاکلو مسله وه. د انتخاباتو په نوي قانون کې د کوچیانو لپاره ۱۰ انتخاباتي حوزې په نظر کې نیول شوي دي.
همداراز په ولسي جرګې کې د انتخاباتو د کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو په قانون باندې هم خبرې وشوي. خو په دې اړه بحث بیا د شنبې د ورځې غونډې ته وځنډول شو.

په دې اړه د اکرام شنواري راپور دلته اوریدلی شی.

Your browser doesn’t support HTML5

د انتخاباتو د نوي قانون په اړه د اکرام شنواري راپور


خو د ملي ایتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا بیا وايي چې دغه به د افغانستان د انتخاباتو په نظام باندې دومره تاثیر و نه کړي. هغه وايي چې د دوی وړاندیزونو ته پام نه دی شوی. هغه دغه خبره د زیبا خادم سره په مرکې کې کړې ده. دغه مرکه دلته اوریدلی شی.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د ملي ایتلاف د ویاند فضل الرحمن اوریا سره د زیبا خادم مرکه