اپریدو له افغانستان نه د مرستو غوښتنه کړې ده

لعل پاچا آزمون – جلال آباد


د ډیورنډ د پولې اخوا پراته د اپریدو د قوم شاوخوا سل مشران له تیرو درېیو ورځو راهیسې جلال اباد ته په دې موخه راغلي دي چې له افغان دولت نه د ژوند د لومړنیو اسانتیاو غوښتنه وکړي.

دوی وایي افغانان دي او افغان دولت باید دوی ته د افغان په سترګه وګوري او له دوی سره باید مرستې وکړي. دوی دا هم وايي چې پاکستاني لوري د ډیورنډ د پولې هغه لور ته پراته پښتانه قومونه له یوه مخې ترهګر بولي او تر ډول ډول ځورونو لاندې یې نیولي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د لعل پاچا آزمون راپور دلته واوری


دغه مشران وایي جلال اباد ته په دې موخه راغلي چې له دې ځایه افغان دولت او ملګرو ملتونو ته خپل غږ ورسوي او په دې توګه د دوی په وینا د پاکستان د حکومت له ظلمونو نه ځان وژغوري. دوی دړکه وکړه چې که چا یې غږ وا نه ورېده نو د نه خوړلو اعتصاب به وکړي.

دوی وايي پخوا د ډیورنډ د پولې اخوا پرتو قومونو ته د افغان دولت له لورې د پګړیو په نوم تنخواوي ورکول کیدي، اولادونو به یې په افغانستان کې زده کړه کوله او په دولتي ادارو کې د دندو تر سره کولو اجازه یې هم درلوده.

د اپریدو دغه مشران وايي چې له افغان دولت نه یې غوښتنه دا ده چی دوی ته د پخوانیو حکومتونو له لورې ورکول شوي امتیازات بیرته ورکړي. د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریس وجیه الرحمن شینواری وایي د ډیورنډ د پولی اخوا پراته اپريدي مشرانو د دولت په غوښتنه نه بلکې په خپله خوښه راغلي دي او له افغان دولت نه غواړي چې د دوی په سیمو کې پرتې ستونزې ور حل کړي.

د ډیورنډ د پولې اخوا پراته قومونه چی په خټه شینواري،مومند او اپریدي دي ځانونه افغانان بولي، خو له تیرو څو کالو راهیسې د پاکستان حکومت دوی ته د پاکستان د نورو وګړو په څیر د رایې ورکولو حق ورکړی او په دې توګه یې د دوی د افغانیت دعوه تر پوښتنې لاندې راوستي. همداراز د کورنیو جګړو پرمهال افغان دولت په دې و نه توانیده چې له دغو قومونو سره د تیر په څیر د روغتیا او تعلیم په برخه کې مرسته وکړي.