د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې په جلال آباد کې یې خپل فعالیتونه ځنډولي دي او د افغانستان په نورو سیمو کې د خپلو فعالیتونو په ځنډولو او نه ځنډولو باندې غور کوي.
طالبانو بیا ویلي دي چې په جلال آباد کې د سره صلیب د کمیټې په دفتر باندې په برید کې، چې د چهارشنبې په ورځ وشو، لاس نه درلود. طالبانو ویلي دي چې دوی د سره صلیب د کمیټې سره همکاري کړې ده او د دغې ادارې په دفتر باندې د برید نه ملاټر نه کوي.
د طالبانو دغه اعلان بیا د برید کوونکو د هویت په اړه نورې پوښتنې هم پیدا کړي دي.
همدراز، د عفوې نړېوال سازمان غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې دې پر مرستندویو ټولنو بریدونه بند شي. په یوه بیان کې چې دغه سازمان نن خپور کړی دی راغلي دي چې د سره صلیب په څېر موسسې باید وکړی شي چې په افغانستان کې خپلو کارونو د ویرې نه بغیر ادامه ورکړي.
Your browser doesn’t support HTML5