د ډیورنډ مسله څنګه، څه وخت او څوک حل کولای شي؟

د افغانستان د چارو کارپوهان، وحید مژده، استاد حبیب الله رفیع او فضل الرحمن اوریا

د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال قسیم فهیم ویلي دي افغان حکومت تیار دی چې د پاکستان سره د دیورند د کرښې جنجال د خبرو د لارې حل کړي. ښاغلي فهیم په کابل کې د والیانو په غونډې کې دغه خبره کړې ده.

ښاغلي فهیم ویلي دي چې د ډیورنډ د کرښې په اړه دې د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب خبرې وشي. هغه وایي د دیورند د کرښې دواړو غاړو ته روانې پیښې د دواړو خواوو په ولسونو باندې اغیزه کوې.

زیبا خادم په دې اړه د چارو د کارپوهانو سره خبرې کړې دي او دغه راپور یې ورباندې برابر کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د ډیورنډ د کرښې په اړه د قسیم فهیم د څرکندونو په باره کې د زیبا خادم راپور