د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، په کابل کې د امریکا د سفارت د پرانیستلو د احتمال په اړه په ځینو رسنیو کې د هغه خبرې تر داسې سرلیکونو لاندې خپرې شوي چې په ناسمه توګه تعبیر کیږي.
راشد خان: لوبډله مو قوي ده، امیدونه زیات دي، له چا ډار نه لرو، اسعداد لرو او د لوبو ګټلو ته راغلي یو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي فضل حق فاروقي د یوګندا په مقابل کې له پنځو ویکټو اخیستو وروسته له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې د دغې او نورو لوبو په اړه خبرې وکړې،
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړي ګلبدین نایب سره ځانګړې مرکه .
نور علي ځدراڼ په دغې مرکې کې له کرکټ سره د خپلې استعفا دلیل بیانوي. نور علي ځدراڼ څو اوونۍ مخکې له نړیوال کرکټ سره خدای په اماني وکړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو د غوراوي کمېټې له مخکني مشر اسدالله خان سره د ده د هغو څرګندونو په اړه ځانګړې مرکه چې ویلي وو د افغانستان د ۱۹ کلنو او ملي لوبډلې د ماتو مسئول نه دی. په ده باندې په لوبو کې د فساد تور هم لګول شوی چې دی یې په اړه غږېدلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټول شمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان یې هم باید په اړه په ریښتینې توګه فکر وکړي.
ګودر ځاځی ځوان افغان سندرغاړی دی او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته يې افغانستان پرې ایښی. ښاغلی ځاځی وايي، له وطنه لرې یې اخترونه بېخي د وطن د اخترونو په څېر نه دي. زموږ همکار خدای نور ناصر د اختر په هکله ورسره بنډار کړی دی
د سیاسي او امنیتي چارو شنونکی فهیم سادات وايي، په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د افغانستان هوايي حریم خوندي نه دی او هر هیواد چې بې پیلوټه الوتکې "ډورن" ولري، کولای شي هلته مشخص اهداف په نښه کړي.
د خلکو نارضایتي، عامه لوږه، بېکاري او له نړۍ څخه ستاسي سیاسي تجرید، ستاسي د سقوط او کندي ته د لوېدلو پیل دی. دا طالبانو ته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزیر عبدالباري جهاني په زغرده څرګندونې دي چی د یوه سر خلاصي لیک په ترڅ کی یی طالب مشرانو ته کړي
راشد خان د افغانستان د کرکټ لومړی لوبغاړی شو چې د هند په لوی تجارتي لیګ کې د یوې لوبډلې کپتاني او مشري کوي. په دغې مرکې کې هغه د خپلې کپتانۍ، روژه او کرکټ او ډېرو نورو مسائیلو په اړه غږېدلی
۲۴ کلن احمد چې د پلچرخي په زندان کې په نشو اخته شوی او اوس د کابل په ښار کې لکه د یو بې سرپناه معتاد په توګه ګرځي وايي، په زندان کې مخدره مواد په کافي اندازه پیدا کیدل او دی هلته پرې روږدی شوی دی.
نور پورته کول