افغان حکومت ولې د قطر دفتر نه مني؟

کارپوهان: نصرالله ستانکزی او وحید مژده

د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو باندې د اعتراض له کبله له امریکا سره د امنیتي قرداد په اړه خبرې وځنډولې. همداراز د افغانستان د سولی عالي شورا هم ویلي دي قطر ته به د طالبانوسره د سولی د خبرو لپاره خپل استازي و نه لیږي.
د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ د طالبانو سره د خبرو او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په سر اختلافات پیدا شوي دي. د افغانستان حکومت وايي چې د خبرو پروسه باید افغاني وي. زیبا خادم دغه مسله د کابل پوهنتون د استاد تصرالله ستانکزي او د وحید مژده سره راسپړلې ده. استاد نصرالله ستانکزی وايي چې د طالبانو د دفتر، په تیره بیا د طالبانو د دفتر نوم او به دغه دفتر کې د طالبانو د مهال د بیرغ د پورته کولو، په اړه د کرزي د حکومت تشویش په ځای دی.


Your browser doesn’t support HTML5

د نصرالله ستانکزي سره د زیبا خادم مرکه



خو د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده د استاد نصر الله ستانکزي سره هم نظره نه دی. هغه وایي د بیرغ او د طالبانو د سیاسي دفتر د نوم په هکله د جمهورریس کرزي او نورو تشویشونه بې ځایه دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د وحید مژده سره د زیبا خادم مرکه


ښاغلی مژده وایي چې څو ورځې مخکې د قطر د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال ویلي و چه دا دفتر د افغانانو دپاره د سولی یوه دروازه ده. ښاغلي مژده زیاتوي چې د دې هیڅ امکان نشته چه دوی دې د دفتر له لارې په افغانستان کې د جګړې لپاره مالي مرستې تر لاسه کړي.

ښاغلی مژده وایي طالبانو تل دا خبره کړیده چه اول باید د افغانستان د «اشغال» مسله ختمه شي او وروسته دې بین الافغاني خبرې پیل شي. مگر استاد نصرالله ستانکزی په دې نظر دی چې د طالبانو سره د خبرو په اړه د افغانستان ولس په تیرو ١٢ کالونو کې د امریکا د سیاستونو په باره کې یو شمیر پوښتنې کولی شي. هغه زیاتوي چې دغسې افدام د افغانستان خلکو ته د یوې استخباراتي لوبې پرته بل ډول توجیه کیدلی نه شي.