استاد ستانکزي د پاکستان څخه د افغانستان د حکومت د غوښتنې په اړه، چې وايي په پاکستان کې دې طالب بندیان خوشي شي، وویل د افغانستان حکومت غواړي دا وښيي چې د سولې د خبرو لپاره هرډول اقدام کوي.
هغه زیاتوي چې د افغانستان حکومت غواړي د طالب بندیانو د خوشي کولو د غوښتنې سره د سولې عالي شورا ته «اعتبار» ورکړي. استاد ستانکزی دا هم وايي چې دغه د افغانستان د دولت وظيفه ده چی د خپلو اتباعو حقوق په بهر کی وساتي.
د افغانستان حکومت له پاکستانه د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالب بندیانو په خوشي کیدو سره به د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابره شي. بل پلو بیا طالبانو ویلي دي چې چمتو دي چې د خپلو پنځو مشرانو په بدل کې، چې په ګوانتانامو کې بندیان دي، هغه امریکايي عسکر خوشي کړيچې دوی برمته کړی دی.