د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور اقتصادپوه حازم الببلاوي د مصر د موقت صدراعظم په توګه ټاکلی دی.
په یوه بیان کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو راغلي دي چې د سولې د جایزه ګټونکی او د مصر اصلاح غوښتونکی مشر، محمد البرادعي به د ولسمشر د مرستیال په توګه ونومول شي.
د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور وايي چې د انتقالي حکومت د جوړلو په برخې کې به خپل پلان عملي کړي. هغه دغه خبره داسي وخت کې کړې ده چې په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند او د لیرې کړل شوی ولسمشر محمد مرسي ملاټر کوونکو د انتقالي حکومت په اړه د هغه پلان رد کړی دی.
د سې شنبې په ورځ، د اخوان المسلمین ګوند وویل چې د ښاغلي منصور د پلان پروا به و نه کړي چې وايي د مصر په اساسي قانون کې به تعدیلات راولي او انتخابات به کوي.
په مصر کې، د مرسي د لیرې کیدو نه یوه اوونۍ ورسته هم سیاسي وضعیت ښه نه دی.