د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د لاسي صنایعو نندارتون

Hand craft

د زمري د اته ویشتمې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ نن په کابل کې د داخلي صنایعو د تولیداتو نندارتون پرانستل شو.

په دې نندارتون کې مختلفو شرکتونو او سوداګریزو کمپنیو د خپلو څرمي تولیداتو توکي نندارې ته وړاندې کړل. د برتانیې څخه د خپلواکۍ د اخیستو د ٩۴ کلیزې په ویاړ پدغه نندارتون کې هغه صنایع نندارې ته وړاندې شوي چې ملي اقتصاد ورسره پیاوړی کیږي.

که څه هم چې د پوستکو او څرمنو صنعت په افغانستان کې له پخوا موجود و، خو اوس یې صنعتکاران وايي باید ورته وده ورکړل شي. افغانستان درې فیصده پوستکي او څرمنې بهرنیو هیوادونو ته صادروي، خو د خامو پوستکو نه یې په افغانستان کې دننه لاسي صنایع تولیدیږي.

ددې نندارتون د پرانستلو په مهال د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي وویل حکومت هڅه کوي د چرمي صنایعو د تولید لپاره په تعرفو کې اسانتیاوی رامنځ ته کړي خو بهرني واردات نه شي کولی بند کړي. هغه وویل افغانستان د پوستکو خام مواد زیات لري خو د پروسس لپاره بهرنیو هیوادونو ته وړل کیږي:

« د پوستکو د صنعت په هکله افغانستان کولای شي په بین المللي کچه رقابت وکړي موږ خام مواد همدلته لرو موږ د ډیرو کلونو را په دیخوا چرم بهر ته لیږ، د مثال په توگه پاکستان ته. هلته پروسس کیږی بیا نورو هیوادونو ته لیږل کیږي. که چیری دا ټولې پروسې همدلته وشي نو هغه یو ډالر چی مونږ له چرم نه تر لاسه کوو کولای شو په لسو ډالرو یی بدل کړو او د ارزش د زیاتولو ستراتیژی ددې صنعت په برخه کې ښه تحقق موندلای شي. دا هغه صنعت دی چې مونږ په کې ښه رقابت کولای شو، نو ځکه خلک تشویقوو چې په دغه صنعت کې پانګونه وکړي.»

صنعتکارانو وایي د دوی صنعت له بد وضعیت سره مخ دی او حکومت باید له د دوی ملاتړ وکړي. دوی دا هم وایي چې باید دوی ته قرضې ورکړل شي او د هغو اموالو مخه ونیول شي چې د دوی د تولید په نوم له بهرنیو هیوادونو نه را واردیږي. دا نندارتون به د درې ورځو لپاره پرانستی وي.

Your browser doesn’t support HTML5

د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د لاسي صنابعو نندارتون