آیا د طالبانو سره د خبرو په اړه ګډ دریځ شته؟

په افغانستان کې د برتانیې سفیر د ډیموکراسۍ د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت ویلي، که چیرې طالبان راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدان ودروي او انتخابات وگټي، برتاینه یې درناوی او ملاتړ کوي.

خو په عیني وخت کې ځیني مطرح کسانو د خبرواترو سره خپل مخالفت هم ښودلی دی. څه موده وړاندې، جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي و چې د طالبانو سره باید خبرې و نه شي. هغه زیاته کړې وه چې طالبان «غلامان» دي او د خبرو پرځای باید د جنګ په ذریعه مات کړل شي.

د سیاسي چارو تحلیل گر وحید مژده وایي د سولې لپاره تبلیغات ډیر شویدي خو په تیرو دوولسو کالونو کې هیچا د سولی لپاره عملي گام نه دی اخستی.

Your browser doesn’t support HTML5

د وحید مژده سره د زیبا خادم مرکه