په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی ځانگړی استازی کای ایدی وایي اوس د افغاني ټولنې زیاته برخه ځوانان دي چې په ټولنه کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي. دوی د هغو مشرانو پلوي کوي چې ټولنیز اصلاحات پلي کولای شي.
ښاغلی کای ایدی د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې زیاتوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه یې داسې آوازې اوریدلي دي چې یو شمیر پخوانیو جنگسالارانو هم ځانونه نوماند کړي دي.
هغه وایي څه شئ چې ورته اهمیت لري هغه د هغو اصلاحاتو چټکوالی او دوام دی چې په دې تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې شوي دي.
د نوموړي په اند په دې نوښتونو او اصلاحاتو کې ښوونه او روزنه، د رسنیو انقلاب، انټرنیټ او نور شامل دي.
ښاغلی کای ایدی چې اوس د واشنگټن ډي سي په بروکینگ انسټیټیوټ کې د څېړونکي په توگه کار کوي وایي، د همدغو هدفونو د لاس ته راوړلو په برکت به افغاني ټولنه نوره هم عصري او اصلاح شي.
د ملگرو ملتونو د پخواني ځانگړي استازي سره د امریکا غږ همکار ابراهیم ناسر مرکه کړې چې مهم ټکي یې تاسې دلته کتلی او اوریدلای شئ.

Your browser doesn’t support HTML5