دبدخشان په کران و منجان کې جګړه روانه ده

طالبان(ارشیف)

له تیرې ورځې راپه دیخوا د بدخشان ولایت د کران و منجان په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو او دولتي قواو تر منځ جګړه روانه ده، د دولت مخالف وسله وال ادعا کوي چې کران منجان دوي نیولې خو دولتي مسولین وايې چې اوس ولسوالي ددوي په لاس کې ده.

د بدخشان ولایت د والي معاون ډاکټر ګل محمد بیدار وايي: (( د شنبې په ورځ د کران و منجان ولسوالۍ د څلورو ساعتونو لپاره د مخالفو وسله والو په تصرف کې وه، خو اوس افغان قواوو بیرته دولتي تاسیسات نیولي دي.))

هغه وايي چې جګړه خامخا تلفات لري، خو د دواړو خواو د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

بیدار زیاتوي چې ددوي مسلحو قواو د جګړې تابیا نه درلوده او وسله والو مخالفینو یو ناڅاپي د کران و منجان پر ولسوالۍ برید کړې و، نو ځکه يې د څو ساعتونو لپاره ولسوالۍ له لاسه وتلې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د یکشنبې په ورځ وویل چې پرون ماسپښین وسله والو د کران و منجان پر ولسوالۍ برید کړې و او ددغې ولسوالۍ ځینې سیمې يې تر لاسه کړې وې.

هغه زیاتوي چې پولیس د ضرورت مطابق شاته تللي وو چې مرسته ورته ورسیږي، او اوس په دې کار روان دی چې سیمه له مخالفو وسله والو پاکه کړو.

بدخشان په تیرو لسو کالو کې د افغانستان په سطحه په امن ولایتونو کې شمیرل کیده، خو له تیرو دوه کالو راپه دیخوا ددغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دولت مخالفو وسله والو فعالیتونه پیل کړي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندان امام الدین مطمین وايي چې په کران و منجان ولسوالۍ کې لا تراوسه جګړه روانه ده، خو د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه لري.

د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ بیا وايي چې ددوي په ګومان د کران و منجان پر ولسوالۍ به تقریبا سلو تنو هغه وسله والو طالبانو برید کړې وي چې د عملیاتو په ترڅ کې له وردوج څخه وتلي دي.

هغه وویل چې کران و منجان ولسوالي له نورستان، او د پاکستان له چترال سره اوږده سرحدونه لري.

تیره اوونۍ د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو او افغان قواو ترمنځ هم سختې جګړې شوې وې چې افغان قواو ته په کې تلفات اوښتي وو.