په ترکیې کې یو شمیر افغانان بې سرنوشته دي

په ترکیې کې یو شمیر افغانان بې سرنوشته دي

په سلګونو کورنۍ، اروپا ته د تګ لپاره، په ترکیې کې بې سرنوشته شپې او ورځې تیروي .

له څلورو ماشومانو او یوې ناروغې ښځې سره، یوه شپه او یوه ورځ په پښو مزل هغه هم ترکیی ته د رسیدلو لپاره، د هغه افغانې کورنۍ سرګذشت دی چې د خپل هیواد د ناڅرګند برخلیک له امله مهاجرت ته اړ شوې ده.

رحمت الله جمشیدي چی ۱۸ کاله يې په ایران کی ژوند کړی دی، وروسته له دې چې له ایران څخه په زوره وشړل شو، ۷۰۰ امریکایي ډالره يې قاچاقبر ته ورکړې چې له کورنۍ سره یې یو ځای ترکیې ته ورسوي.

د ورځې په لسهاوو کورنۍ د زیاتو ستونځو له ګاللو سره، اروپا ته د رسیدلو په تمه، ترکیې ته ځانونه ځي او په ترکیې کې پاته کیږي.

په ترکیې کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اوس د افغانانو لپاره د کیسونو جوړول بند کړي دي. خو افغانان د اسنادو د نه لرلو له کبله کار هم نه شي کولی. که چیري کار هم وکړي نو څوک تنخواه نه ورکوي ځکه چې غیر قانوني مهاجر ګنل کیږي او شکایت هم نه شي کولی.

د هغو ارقامو پر اساس چې په ترکیې کې د افغانستان سفارت او د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي چې د ورځې څه د پاسه ۲۰۰ تنه د ایران له لارې ترکیې ته ځي.
یو چارواکی وايي چې د ۲۰۱۴ کال په رانږدې کیدو سره دغه لړۍ زور اخستی دی او زیات خلک هم له افغانستان څخه د تښتې په فکر کې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

په ترکیې کې د افغان مهاجرینو په اړه د آشنا تلویزون راپور