جمهوررئیس حامدکرزي د کرکټ د ملي او د تنکیو ځوانانو د لوبډلو لوبغاړي وستایل
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکیو ځوانانو د لوبډلې لوبغاړي چې د عربي متحده اماراتو او د کینیا د کرکټ لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره یې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال نړیوالو لوبو ته لاره وموندله، وستایل.
په هغو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ ارگ کې ترسره شول، جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته چې په خپله وروستۍ سیالۍ کې د کینیا د کرکټ پر ملي لوبډلې چې د کرکټ په برخه کې ۱۱۴ کاله سابقه لري د بریالیتوب او د کرکت د تنکیو ځوانانو د لوبډلې لوبغاړو ته چې د مالیزیا په هېوادکې د عربي متحده اماراتو د هېواد د تنکیو ځوانانو پر لوبډلې باندې بری ومومند، مبارکي وویله.
د هېواد جمهوررئیس د کرکټ د دغو دواړو لوبډلو لوبغاړوته وویل: تاسو پخپلو نویو او ستر بریالیتوبونو سره افغانستان د کرکټ نړیوالو سیالیو ته و رسولو چې دا د افغانستان د خلکو لپاره لوی عزت دی.
حامدکرزي وویل: تاسو پخپلو دغو بریاوو سره د افغانستان عزت او نوم لوړ کړ او په نړۍ کې مو ورته نیک نوم وګټلو.
د هېواد جمهوررئیس د کرکټ لوبغاړي وهڅول چې د خپلو کامیابیو سره سره دې همیشه هڅه وکړي چې ځانونه له پخوا لازیات پیاوړي کړي.
د دغو مراسمو په پای کې د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکیو ځوانانو د لوبډلې لوبغاړو، روزونکو، د کرکټ لوی رئیس او همکارانو د لا هڅونې په نیت د جمهوررئیس حامدکرزي لخوا د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکیو ځوانانو د لوبډلې هر لوبغاړي ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال، د ښار جوړونې وزارت د خواجه رواش پروژې د استوګنې په بلاکونوکې یو دوه اتاقه آپارتمان او سل زره افغانۍ نغدي مکافات او د کرکټ بورډ رئیس او نورو همکارانو ته یې د غازي میربچه خان عالي دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل شول