د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او د دریو هېوادونو افغانستان، عمان او هانګ کانګ ترمنځ یې درې اړخیزه لړۍ په بري سره پیل کړه.
د افغانستان د ابدالیانو د کرکټ لوبډلې عمان ته په ۲۰ اوریزه تمریناتي لوبه کې د شپږو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي او کورنیو سیالیو یو شمېر لوبغاړي د کاناډا ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.
په افغانستان کې د جمناستیک د لوبو مسئولینو په کابل د مختلفو عمرونو د کسانو ترمنځ ددې لپاره سیالۍ په لاره اچولې چې ددغې لوبې استعداد لرونکي لوبغاړي په ګوته کړي.
په متحدو عربو اماراتو کې د ښځو د کرکټ په روان شل اوریز جام کې نن یکشنبه اکتوبر شپږمه (تله۱۵) هند پاکستان ت ماتې ورکړه.
د ښځو کرکټ نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې۱۲) په متحدو عربو اماراتو کې پیل شوې.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي د سپین توپ له کپتانۍ څخه د استعفا او توپ وهنې ته د توجه د زیاتولو لپاره د بابر اعظم پرېکړه یې منلې ده.
نن پنجشنبه اکتوبر درېیمه (تله۱۲) په متحدو عربو اماراتو کې د ښځو د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ پیلېږي.
د پاکستان د ټیسټ کرکټ ملي ټیم کپتان شان مسعود وايي پاکستان به دده او بابر اعظم د ښه توپ وهنې په مټ انګلنډ ته په راتلونکي سیریز کې ماتې ورکړي او د خپلو شکستونو لړۍ به پای ته ورسوي.
د ویسټ انډیز د کرکټ پخواني الراونډور لوبغاړي، ډیوین براوو، له ۲۱ کلنې مسلکي لوبې وروسته، خپله استعفا اعلان کړه او د هند د غوره لیګ (آیپيايل) د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره د روزونکي په توګه یو ځای شو.
د بنګله دېش د کرکټ ملي ټیم پخوانی کپتان شکیب الحسن اعلان کړی چې له نړیوال کرکت سره مخه ښه کوي خو ویلي یې دي چې په زړه باندې دا یو ارمان لري چې په خپل وطن کې یوه وروستۍ لوبه وکړي.
په اوزبیکستان کې د فوټسال په نړیوال جام کې افغان لوبډلې چهارشنبې سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) پاراګوای ته لوبه وبایلله او له جام څخه ووتله.
نور پورته کول