سمیع یوسفزی: آیا پاکستان به په طالبانو فشار راوړي؟

په پاکستان کې د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی

سمیع یوسفزی وايي چې هغه نقش، چې د افغانستان حکومت فکر کوي، چې ملابرادر به یې د سولې په خبرو کې ولوبوي حقیقي نه بریښي.

په پاکستان کې د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی وايي: «افغان حکومت هم کله کله په یو داسې موضوع باندې فشار راوړي چې هغه یو ډول د حقیقت نه لیرې وي.» هغه زیاتوي چې د افغانستان حکومت باید د طالبانو د نورو مشرانو سره چې فعاله دي خبرې وکړي.

سمیع یوسفزی وايي چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سفر ډیر مهم دی. ښاغلی یوسفزی زیاتوي چې خبره دا ده چې آیا د پاکستان حکومت به په طالبانو باندې فشار راوړي چې د سولې خبرې وکړي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزي سره د زیبا خادم مرکه