ژمي کې به د سون د موادو بېعې متوازنې ساتو.مزمل شینواري

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت معین .مزمل شینواری

د ژمي د راتگ سره سم په کابل او نورور ښاروو کې د سون د موادو بېعې لوړې شویدي

دا چې دا بیعې ولې خیژي او د تجارت وزارت د ضرورت د شیانو د بېعو د کنټرول دپاره څه کوي؟
دې لړکې مو د افغانستان د تجارت د وزارت معین ښاغلي مزمل شینواري سره مرکه کړیده

د افغانستان د تجارت وزارت معین وايي چې د ژمي راتگ سره دوه عوامل د گاز او تیلو په بېعو اغېزې کوي. یو دا چې د واورو وریدو سره لارې بندیږي او تجاران د پخوا په نسبت د یو په ځای دوه لاریو کې گاز راوړي ،چې زیات مصرف پرې راځي.

بل دا چې په ژمي کې نورو موسمونو په نسبت گاز د سون او پخلي سره سره د کورونو د تودولو دپاره هم پکاریږي چې تقاضا ورسره زیاته شي.


ښاغلي مزمل شینواري د بازار د نرخونو په اړه وویل چې دولت د بازار په قیمنونو کې لاسو وهنه نه کوي ،خو که چرې ولس شکایت وکړي او د جایز حد نه زیاته بیعه باندې خرڅیږي نو بیا دولت د اخیستونکي په طرفدارۍ مداخله کوي او جدي گام اخلي.

ښاغلی شینواری وايي چې دوي داسې یو میکانیزم تیار کړیدی چې هغې کې تجار ،دوکاندار او خریدار یو هم تاوان ونکړي او دې دپاره موږ د څارنې یو پروگرام جوړ کړی چې وخت په وخت د بازار د نرخونو د معلومولو دپاره هیتونه لیږو او که چرته کومه ناانصافي ووینو نو بیا ېې مخه نیسو.
موږ د افغانستان د تجارت د وزارت د معین ښاغلي مزمل شینواري سره مرکه کړیده .هغوي د مرکې په سر کې د قیمتونو د لوړیدو عوامل بیان کړیدي

Your browser doesn’t support HTML5

ښاغلي مزمل شینواري سره مرکه دلته اوریدی شئ