د کندهار د ریګستان په برید کې ۷طالبان وژل شوي

ارشیف

نن سهار د کندهار د ریګستان ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو برید کړی او ۷ تنه برید کوونکې په کښې وژل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا درانی وايي چي وسله والو سهار وختي د ډیورنډ پولې له پورې خوا څخه تر راتګ وروسته د ولسوالۍ پر مرکز له څلورو خواو څخه بریدونه پیل کړه.

نوموړي وويل چې د افغان ځواکونو په جوابیه ‌‌ډزو کې ۷ تنه وسله وال بریدکوونکې وژل شوی او یوتن پوليس ټپي شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې د وژل شویو کسانو جسدونه په سیمه کې پراته دي او دغه راز ۲۰ د آر پي جي راکټ ګولۍ او څلور مېله وسلې هم د دوی لاس ته لویدلي.

ریګستان د کندهار په جنوب کې د ډیورنډ پولې ته څیرمه ولسوالي ده چې د چارواکو په وینا د دولت وسله وال مخالفين د نورو سیمو د ناامنه کيدو لپاره ورڅخه د عبوري لارې په توګه کار اخلي.

وسله والو طالبانو د ریګستان د دې تازه پېښي په اړه خپل نظر ندی څرګند کړی.