پوهاند کاکړ: «امنیتي تړون د امریکا نه زیات د افغانستان په ګټه دی.»

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند ډاکټر حسن کاکړ وايي چې که چیري د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي او بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي نو عواقب به یې د افغانستان لپاره ښه نه وي.

پوهاند کاکړ وايي چې که چیري نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي نو ورسره به نړیوالې مرستې هم ودریږي. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې به ناامني دوام پیدا کړي او ګاونډي هیوادونه به خپلو مداخلو ته دوام ورکړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د ورستیو څرګندونو په باره کې د پوهاند حسن کاکړ سره د امریکاغږ مرکه دلته اوریدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د پوهاند ډاکټر حسن کاکړ سره د محمد ضامن مومند مرکه