د کمپاین یو هدف دادی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو پر قانون تاکید وشي او عام وګړي د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي سره مبارزه وکړي.
دا تاوتریخوالي د کورنیو وړو شخړو څخه نیولې بیا د جبري او کم عمره ودونو، بدیو ورکولو، میراث، جنسي تیریو او د خپلې خوښې واده لپاره په دودیزو او صحرايي محکمو کې تر سزا ورکولو پورې تر سره شوي دي.
د میرمن نیازې په وینا دا مهال افغان میرمنی یا په خپله محکمو ته مراجعه کوي او یا هم د بشری حقونو، پولیسو او ښځو د وزارت له لارې څارنوالیو ته ورځي او د هغوی په وړاندې رامنځ ته شوي تاو تریخوالي په عدلي او قضايي بنسټونو کې ثبتوي.
د حقونو د پراختیا نړیوال سازمان یا ( اي ، دي ، ال، او ) وايي دا مهال تر ټولو مهمه داده چې وګړو ته د ژوندانه په لومړنیو پړاونو کې د یو بل د حقونو او د ښځو د حقونو په اړوند پوهاوې ورکړای شي. د پوهنې وزارت باید عامه حقونه، د کورنیو او ښځو حقونه، په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې ځای کړي چې وکړای شي تر ډیره حده د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو مخه ونیول شي.