په افغانستان کې دننه د سولې د هڅو تر څنگ په بهر کې اوسیدونکي افغانان هڅه کوي د خپلو تجربو په بنسټ له دې بهیر سره مرسته وکړي.
په همدې مقصد د ډیورند د کرښی د دواړو خواوو شاعرانو او لیکوالانو د ولسونو ترمینځ د سولی د ټینگښت لپاره یوه ادبي هڅه پیل کړې ده.
دوی په دوبۍ کې په یوه مشاعره کې سره راټول شوي ول او ویل یې چې نور باید قومی اختلافونو ته د پای ټکی کیښودل شی.
شاعرانو په دی ټینګار کاوه چې هیڅ چاته باید اجازه ورنکړل شي چې له یوه او بل ادرس څخه د نورو قومونو او ژبو سپکاوی وشي.
د هغوی په اند د باسواده اشخاصو داسې حرکتونه ددې سبب گرځي چې عام خلک په غلطه لار روان شي.
په دی مشاعره کی ګډونوالو شاعرانو زیار ایستلی وو چی په خپلو شعرونو سره د خلکو په منځ کې د ورورۍ او یووالي احساسات راژوندي کړي او هغوی ملی وحدت ته وهڅوي.
د یادولو وړ ده چې متحده عربي اماراتو تر اوسه د افغانستان سره په مختلفو برخو کې نژدې اته سوه میلیونه ډالر مرسته کړې ده چې دا مرستې تر ډیره حده په بنسټیزو پروژو لگیدلي دي.
په ابوطبی کې د افغانستان سفیر ډاکتر نجیب الله مجددي وایي د عربي اماراتو په مرستو کې د ښوونې او روزنې او پرمختیایي پروژې شاملې دي.

Your browser doesn’t support HTML5