امنیتي تړون؛ ایا د امریکا په دریځ کې بدلون راغلی؟

جان کېري وايي چې ولسمشر کرزی او یا ځایناستی به یې امنیتي تړون لاسلیک کړي

د امریکا له اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي چې کېدای شي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.

د امریکا او افغانستان تر مینځ د امنیتي تړون په سر اختلافات هغه وخت زیات شول چې ولسمشر حامد کرزي وویل چې د تړون د لاسلیک کولو لپاره ځینې شرايط لري.

ولسمشر کرزي لویې جرګې ته، چې د نومبر په میاشتې کې د امنیتي تړون په سر د مشورې لپاره راغوښتل شوې وه، وویل چې تر هغو پورې به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي چې امریکايان ډاډ ورنکړي چې د افغانانو د کورونو احترام به ساتي، په افغانستان کې د سولې د راوستلو سره به مرسته کوي او په راتلونکو انتخاباتو کې به لاس وهنې نه کوي.

د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره د ولسمشر کرزي دغو شرطونو د امریکا د حکومت کلک غبرگون را وپارولو او له ولسمشر کرزي څخه د تړون د ژر تر ژره د لاسلیک کولو غوښتنه یې وکړه.


د امریکايي چارواکو وروستی نظر

د امریکا د سنا په مجلس کې د یوې کمیټې د غړو د پوښتنو په ځواب کې تېره سه شنبې، افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانگړي استازي جېمز ډابنز وویل چې امریکا د ولسمشر کرزي هغه شرط تر یوه حده منلی دی چې امریکايان دې افغانانو د کورونو احترام وکړي، او په کلو بانډو کې دې امریکايي عسکر د هغوی کورونو ته نه ننوځي، خو د امنیتي تړون لاسلیک له دې شرط سره تړل چې امریکا دې له طالبان سره د سولې د خبرو لاره پيل کړي، هیڅ گټه نه کوي.

ښاغلي جېمز ډابنز هیله څرگنده کړه چې نوي ډیلي ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په وخت به هند د خپل نفوذ له لارې ښاغلی کرزی دې ته وهڅوي چې له امریکا سره امنیتي تړون بې له کومه ځنډه لاسلیک کړي.

هند ته د سفر په وخت له هندي رسنیو سره د ولسمشر حامد کرزي له مرکو څخه داسې څرگنده شوه چې د هغه په نظر کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د یکشنبې په ورځ، د امریکا له اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرجان کېري په لومړي ځل وویل چې کېدای شي له افغانستان سره امنیتي تړون د افغانستان د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.

تردې مخکې، ښاغلي کېري هم د تړون د ژر او بې له کوم شرطه لاسلیک کولو باندې ټینگار کاوو. تېره اونۍ نوموړي په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي وو که چیرې ولسمشر کرزی له امریکا سره امینتي تړون لاسیلک کولو ته زړه نه شي ټینگولای، نو کیدای شي د افغانستان د دفاع وزیر یا کوم بل لوړ پوړی چاوراکی یې لاسلیک کړي.

تر دې مخکې، سناتور لیون هم د خپل پخواني دریځ خلاف چې د امنیتي تړون د ژر نه لاسلیک په صورت کې به په افغانستان مرستې بندي شي، په یوه لیک کې چې ولسمشر بارک اوباما ته یې لیکی، په دې ټینگار کړی چې په ولسمشر کرزي د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره نور فشار وا نه چوي او باید انتظار وباسي چې له انتخاباتو وروسته یې د افغانستان راتلونکی ولسمشر لاسلیک کړي.

د انتظار کولو او د فشار کمولو لپاره د سناتور لیون دلیل دا دی چې داسې نه چې امریکا امنیتي تړون ته ډیر لیواله معلوم شي او افغانان شک وکړي چې امریکا تر افغانستان امنیتي تړون ته ډیره اړتیا لري.

له لویې جرگې وروسته امریکا کلک دریځ خپل کړ

د لویې جرگې په پاې کې د ولسمشر کرزي د څرگندونو څخه سم دستی وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزن رائیس کابل ته ولاړه او له ولسمشر کرزي سره له خبرو وروسته یې له ځايي رسنیو سره په مرکو کې وویل چې ښاغلي کرزي ته د امریکا د حکومت پیغام ورکړی که چیرې افغانستان ژر تر ژره له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، امریکا به بې له دې بله لار و نلري چې له افغانستان څخه د ٢٠١۴ کال تر پایه ټول عسکر وباسي.

د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کولو خبره د امریکا د باندنیو چارو وزارت هم په وار وار تکرار کړه. امریکا غږ ته په ځانگړې مرکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي، د نومبر په دوویشتمه وویل: «مونږ غواړو دواړه افغانستان او امریکا څومره ژر چې امکان وي دا تړون لاسلیک کړي. یقیناً ددې کال تر پاپه پورې باید دا کار وشي. که چېرې داسې و نه شي نو د امریکا او نورو ملگرو لپاره به ناممکن وي چې له ٢٠١۴ کال وروسته دې په افغانستان کې خپل عسکر پاتې کړي.»

په ولسمشر کرزي باندې له بهرني فشار سره سره په کور کې دننه هم فشار دوام لري. د لویې د جرگې له پرېکړې وروسته د لویې جرگې رئیس صبغت الله مجددي گواښ وکړ چې که چیرې ښاغلی کرزی تړون لاسلیک نه کړی دی به د احتجاج په توگه هیواد پرېږدي.

د افغانستان بیلا بیلو سیاسي ډلو او ایتلافونو هم له ولسمشر کرزي څخه د تړون د بې له ځنډه لاسلیک کولو غوښتنه کړې ده. خو ددې ټولو فشارونو سره، د ولسمشر کرزي په دریځ کې کوم بدلون نه دی ترسترگو شوی، او نوموړي تور لگولی چې د پوځي کومکونو د بندولو له لارې امریکا هڅه کوي په ده باندې فشار واچوي تر څو تړون لاسلیک کړي.

د امریکا د سنا په مجلس کې د پوځي چارو د کمیټې مشر سناتور جان لیون د تړون د ژر نه لاسلیک کېدو په صورت کې افغانستان ته د مرستو د نه ورکولو اخطار ورکړی و.

افغانستان ته د خپل سفر وروسته په یوې اعلامیې کې چې سناتور لیون د دفتر له خوا د نومبر په پنځویشتمه خپره شوه، د نوموړي نظر داسې څرگند شوی وو «ما ولسمشر کرزي ته وویل مونږ نه شو کولای داسې نورې مرستې وکړو ترڅو چې په نږدې راتلونکي کې یو د منلو وړ امنیتي تړون نه وي لاسلیک شوی.»

د امریکا ځینو ورځپاڼو هم په خپلو مقالو کې په دې ټینگار کړی چې ولسمشر کرزی دې له نظر وغورځول شي او د باندنیو چارو، د دفاع وزیر یا بل کوم چارواکی دې دا تړون لاسلیک کړي.

د ځینو امریکايي چارواکو د نرم دریځ سره سره، د تړون د لاسلیک کولو په سر اختلافات د افغانستان او امریکا تر مینځ بې باوري پيدا کړې ده او د دواړو اړخونو لخوا په یو بل باندې په تورونو کې کموالی لا تر اوسه نه دی راغلی.