یو کاندید لوی څارنوالۍ ته معرفي او بل یې جریمه شو

  • همایون شعیب

د ټاکنو د شکایتونو خپلواک کمیسیون علني غونډه

د ټاکنو د شکایتونو خپلواک کمیسیون نن په یوه علني غونډه کې د جمهوري ریاست په څلورو کاندیدانو لګول شوي تورونه وڅیړل .

د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د کابل نیوز په نوم ټلویزیون د شکایت پاڼې په اساس چې د یاد تلویزیون خبریال او کمره مین د جمهوري ریاست د کاندید داود سلطان زوی له خوا توهین او تهدید شوي وو ، داود سلطان زوی د عدلي تعقیب له پاره د افغانستان لوی څارنوالئ ته معرفي کړل.
د جمهوري ریاست بل کاندید، ډاکتر اشرف غني احمدزی بیا د چارو د ریاست د دوو ضد او نقیصو مکتوبونو په دلیل د دولتي موتړو څخه د استفاده په تور تورن شوی دی، د شکایتونو کمیسیون له خوا ، ډاکتر اشرف غني احمدزی د ۵۰ زرو افغانیو په ورکړې جریمه شو.
همدا راز د عبدالرب رسول سیاف انتخاباتي پوستر چې په رنجر موټر کې د انتقال په وخت لیدل شوی او عکس يې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون ته په لاس ورغلی ، د شکایتونو کمیسیون فیصله وکړه چې د استاد سیاف انتخاباتي دفتر ته به اخطاریه او توصیه يي مکتوب ولیږي .
د جنرال عبدالرحیم وردګ ، په اړه شکایت موجود وو چې د ښوونځیو او زده کوونکو څخه يې په کمپاینونو کې استفاده کړې ، خو د شکایتونو کمیسیون د کافي اسنادو د نه موجودیت له امله د عبدالرحیم وردګ په اړه يې شکایت د اوریدو وړ و نه ګاڼه .