د ټاکنو د شکایتونو خپلواک کمیسیون نن د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ولایتي شوراګانو د ۷۴ کاندیدانو اسناد د په اسنادو کې د احتمالي جعل او تذویر د راوستلود احتمال د څیړولو لپاره د کاندیدانو په حضور کې وڅیړل چې په نتیجه کې یې ۱۹ تنه کاندیدان د عمر د کموالي له امله د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له وروستي لست څخه حذف شول .
د ټاکنو د شکایتونو د خپلواک کمیسیون رییس عبدالستار سعادت وویل : « د ۲۵ کالو څخه ټول کښته عمر لرونکي ځوانان د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د لست څخه ایستل کیږي، هغه کاندیدان چې عمرونه يې ظاهراً زیات دي خو په اسنادو کې د جعل او تذویر احتمال لیدل کیږي ، هغوي به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.»
تر دامهاله د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون په دوو مرحلو کې ۴۴ تنه د ولایتي شوراګانو کاندیدان ، د ټاکنو د کمیسیون د وروستي لست څخه ایستلي دي.