جلاله: د ملي اردو د پنځو عسکرو د خوشي کولو هڅې روانې دي

ارشیف

د کنړ والي شجاع الملک جلاله وایي چې یو شمیر قومي مشران هڅه کوي چې د ملي اردو هغه پنځه عسکر خوشي کړي چې طالبانو نیولي دي.

د کنړ والي د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکه کې دغه خبره کړې ده.

ښاغلي جلاله وايي چې طالبانو د دوی نه غوښتې دي چې د طالبانو دوه مړي وروسپاري. هغه وايي تراوسه دا نه ده معلومه چې آیا طالبان به د خپلو دوو مړو په بدل کی د ملي اردو پنځه نیول شوي عسکر خوشي کړي او که نه؟

شجاع الملک جلاله وايي چې دوی د څارجي طالبانو نه د کنړ په ولایت کې ډیر په عذاب دي. هغه دا خبره هم وکړه چې د کنړ په برید کې چې یوولس عسکر ووژل شول، خارجی طالبان په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه لاس لري.

د کنړ د والي شجاع الملک جلاله سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د کنړ د والي شجاع الملک جلاله سره مرکه