د حقاني شبکې اړوند طالبانو پر ضد دا هڅې پداسې حال کې گړڼدی کیږي چې د پاکستان په اړه داسې پوښتنې راولاړې شوي چې آیا دا هیواد به ددې مخالفو ډلو پر ضد گام اوچت کړي او که نه؟
ځني امریکایي چارواکي پدې باور دي چې د پاکستان استخباراتي اداره ددې ډلو څخه ملاتړ کوي.
داسې رپوټونه هم شته چې د حقاني ډله په افغانستان کې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه لري، لکه په کابل کې د هند پر سفارت بمي برید، په ٢٠١١ کال کې د امریکا پر سفارت برید او گڼ شمېر نور موټر بمي بریدونه.
داسې هم ویل کیږي چې یواځنی ورک شوی امریکایي سرتیری به هم د حقاني د ډلې سره بندي وي.
Your browser doesn’t support HTML5
امریکا غواړي له افغانستان څخه تر وتلو دمخه د حقاني شبکې اړوند طالبان وځپي
ځني افغان او امریکایي چارواکي وایي که پاکستان پخپله خاوره کې د حقاني په څېر ډلې ونه ځپي او یا مخنیوی یې ونکړي، امریکا ښایي ونشي کړای چې په جدي توگه دا ډلې کمزورې کړي.