په افغانستان کې د نیابتي جگړې په هکله اندیښې

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته سیاسي حالاتو او د گاونډیانو د اندیښنو په اړه سمینار

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پاملرنې سره په پاکستان کې یو شمیر سیاسي کړۍ د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د همکارۍ د زیاتیدو په لټه کې دي.

ټاکل شوې چې په راتلوونکو اتو میاشتو کې وروستنی بهرني سرتیري هم له افغانستان څخه ووځي او د طالبانو او نورو یاغي ډلو په وړاندې ١٣ کلنه جگړه پای ته ورسیږي.

څیړونکي خبرداری ورکوي چې که چیرې د افغانستان د گاونډیو ترمنځ همکاري پیل نه شي، کیدای شي په افغانستان کې د نفوذ پر سر د هغوی ترمنځ د سیالیو په نتیجه کې په دې هیواد کې د نورو په وکالت خونړۍ جگړه رامنځ ته شي.

د پاکستان د سنا مجلس د دفاعي کمیټې غړی او رئیس مشاهد حسین، په افغانستان کې د ایران او پاکستان په وکالت وروستنۍ جگړې را په یادوي چې د نویېمې لسیزې په وروستیو کې د سیمې د بې ثباتۍ سبب شوې.

ښاغلی حسین وایي پاکستان او ایران باید د تیرو تیروتنو څخه ډډه وکړي. هغه په دې باور دی چې په تیر وخت کې دغو دواړو هیوادونو هڅه وکړه چې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي او ددې دواړو هیوادونو جاه طلبۍ هم خورا سترې وې.

نوموړی زیاتوي "خو اوس وخت بدل شوی، او نوي واقعتونه رامنځ ته شوي دي. د افغانستان خلکو په ټولټاکنو کې په گډون سره وښودله چې رایې د مرمیو په پرتله بهتره دي."

په افغانستان کې د گاونډیو هیوادونو گټې
خو هاغسې چې څرگندیږي د سیمې د څلورو عمدو سیالانو پاکستان، ایران، هند او چین او همداشان د امریکا د گټو مخامخ کیدل، یوې سیمه ییزې غښتلې او منسجمې اجماع ته د لاس رسي احتمال په لنډ مهال کې کمزوری کړی دی.

د پاکستان د ساینس او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون استاد رفعت حسین هم په دې اړوند خوشبینه دی او وایي، "د یو گاونډي هیواد په توگه، غواړئ چې سیاست مو د نه لاس وهنې پر اصل ولاړ وي، خو په افغانستان کې پیښې، په ځانگړې توگه په هغه هیواد کې د سیالو ځواکمنو هیوادونو ورځ تر بلې زیاتیدونکی نفوذ تاسې ته د نه مداخلې د سیاست د پلي کولو اجازه نه درکوي."

رفعت حسین وایي " په دې توگه د افغانستان په اړه د نه مداخلې سیاست یو سم انتخاب نه دی."
خو په سیمه کې حالات په بدلیدو دي. زیات شمیر بدلونونه په ایران، پاکستان او چین کې او په هند او افغانستان کې د انتخاباتو وروسته د نویو سیاسي رهبریو پر تصمیمونو پورې اړوند دي.

اصلي پوښتنې دادي چې د هند او پاکستان، امریکا او ایران په شان پخواني رقیبان د افغانستان په اړوند د خپلو تیرو دښمنیو او بې باوریو څخه څنگه تیریږي.
د یو شمیر افغان مقاماتو په باور اسلام آباد د طالبانو سره لاس یو کړی چې د افغاسنتان په سیاسي بهیر کې خپله ونډه وساتي.

خو د امریکا په متحده ایالتونو کې د پاکستان پخوانۍ سفیره شیري رحمان، وایي چې د کابل په وړاندې د پاکستان سیاست د ستراتیژیک بدلون په حال کې دی، او اسلام آباد غواړي د برلاسيتوب سیاست پریږدي او پر ځای یې له کابل سره همکاري وکړي.

میرمن رحمان زیاتوي "که د یو نوي دوربین له لارې د افغانستان په هکله د پاکستان سیاست ته وگورو، د تیر سیاست له ستراتیژیکې ژورتیا نه ډډه شوې او اوس زمونږ لپاره د علاقې وړ هیڅ اړخ نه شته."

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د راتلونکې په اړه د یو سمینار رپوټ

خو د کابل او اسلام آباد ترمنځ د مخامخ کیدو د دوام په لړ کې په اسلام آباد کې د افغانستان د کلتوري آتشې مشر، زردشت شمس په امریکا کې د پاکستان د پخوانۍ سفیرې د نظر په هکله شک لري او وایي چې په افغانستان کې له پخوا څخه منتخب مشروع حکومت شته او بل خوا یاغیان دي چې ددې دواړو څخه " یو اړخ یې باید د علاقې وړ واوسي."
ښاغلی شمس په دې باور دی چې باید د افغانستان حکومت د پاکستان د علاقې وړ اړخ اوسي نه نور.

خو نوموړی زیاتوي چې "په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې د پاکستان د علاقې وړ اړخ کوم دی!"

که څه هم چې تر اوسه د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراگانو د ټولټاکنو نتیجې نه دي اعلان شوي خو په راتلونکې کې سولې ته لاس رسی، د افغانستان د راتلونکي ولسمشر د سیاسي پوهې او د سیاسي معاملو په ترسره کولو کې د هغه په وړتیا پورې اړه لري.