په کابل کې چاودنې پنځه ملکي کارکوونکي ټپیان کړي

ارشیف

چاودنه نن یکشنبه د کابل ښار د قلعه چې په سیمه کې شوې چې له امله یې په یو کاسټر موټر کې ناست د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت ۵ کارکوونکي ټپیان شوي دي.

پولیس وایي چې پېښه هغه مهال وشوه چې یوه کاسټر موټر له چهاراسیاب نه د کرهڼې وزارت مامورین کابل ته لېږدول، کله چې دا موټر د قلعه چې پل سفید سیمې د کابل شفاء روغتون څنګ ته نېږدې شو پرې چاودنه وشوه.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر امریکا غږ اشنا راډیو تلویزیون ته ویلي دا پېښه د سهار په اووه نیمو بجو پدغه موټر کې له مخکې ځای په ځای شوی مقناطسي بم په واسطه شوې ده.

جنرال ظاهر ویلي، پنځه تنه پدې پېښه کې ټپیان شوي، د دوو ټپ ژور دی او ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پدې چاودنه کې د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت د مامورینو پرته بل چا ته زیان ندی رسېدلی.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې د پیښې تر څنګ د کورونو او هټیو ښيښې ماتې شوي او یو کرولا ډوله موټر هم په دغه جاودنه کې ویجاړ شوی دی.

تراوسه چا ددغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.