د کرکټ ملي لوبډله مالیزیا ته ولاړه

دا ځلې، په ملي لوبډلې کې یو شمیر نوي لوبغاړي هم شامل دي.

د آسیا د پريمير ليګ یوه ورځنۍ لوبې به د ثور په ١١مه یا د مي په لومړۍ نیټه په ماليزيا کې پيل شي.

په دغو پنځوس اووريزې لوبو کې به د افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا او متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې برخه واخلي.

دا ځلې، د افغانستان په ملي لوبډلې کې یو شمیر نوي لوبغاړي هم شامل دي.

په ملي لوبډلې کې به محمد نبي عيسى خېل ، نور علي ، عثمان غني ، محمد مجتبی، شفيق الله شفق، سميع الله شينوار‌ى، ، ناصر جمال، حشمت الله شاهدى، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، اميرحمزه ، ميرويس اشرف او رحمت شاه شامل وي.

افغانستان د مي د میاشتې په لومړۍ نیټه، له هانګ کانګ سره لوبه کوي. د مي په دویمه نیټه به افغانستان له اماراتو سره او د می په څلورمه به له مالیزیا سره لوبې وکړي. همداراز، ملي لوبډله به د مي په پنځمه له عمان سره او د مي په اوومه به له نيپال سره لوبې وکړي.

د افغانستان د کرکټ د بورډ اجراييوي رئيس ډاکټر نورمحمد مراد وايي چې ملي لوبډله د دغو لوبو لپاره پوره چمتوالي لري. هغه هیله څرګنده کړه چې د تیر په څېر به يو ځل بيا ملي لوبډله، د خپلو سيالانو پر وړاندې، له بريا څخه ډکه لوبه ترسره کړي.

د ټیم سره د پاکستان پخوانی لوبغاړي عامر سهیل هم د توپ وهونې د روزونکي په توگه د ملي لوبډلې سره مل دی.