ډنفورډ : د اوباما اعلان د افغان ځواکونو روزنې ته مهم دی

په افغانستان کې د ناتو قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ

په افغانستان کې د امریکا لوړ پوړي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ ویلي، له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا د نوي تعهد له مخې به د افغانستان ملي ځواکونه ښه وروزل شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره ورځ اعلان وکړ، چې د نوي عیسوي کال له پیله به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري پاتې شي او امریکايي سرتیري به د افغان ځواکونو په روزنه، سلا مشورو بوخت وي او ترڅنګ به یې د القاعدې په خلاف جګړه هم پرمخ وړي.

ښاغلي اوباما دا هم ویلي چې د نوي عیسیوي کال له پیله به افغان ځواکونه په ټوله معنی د امنیت د ساتلو رهبري او مسؤلیت په غاړه ولري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوړ پوړی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ وايي، د ولسمشر بارک اوباما دغه اعلان د افغانستان د عصري ملي اردو او مسلکي پولیسو له ملاتړ سره مرسته کوي.

جنرال جوزیف ډنفورډ، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو مشري هم کوي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اوباما دا مشروط تعهد چې ۹۸۰۰ امریکايي عساکر به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته پرېږدي، د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کولو وروسته به حقوقي بڼه غوره کړي.

که څه هم دغه تړون ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره لاسلیک نه کړ، خو دواړو کاندیدانو چې په دوهم پړاوو کې د جمهورۍ ریاست څوکې ته سیالۍ کوي، د امنیتي تړون لاسلیک کولو ته تیاری ښودلی دی.

جنرال ډنفورډ هم ویلي، چې امریکا تمه لري، امنیتي تړون له نوي ټاکل شوي افغان ولسمشر سره لاسلیک کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو په هکله رپوټ


ښاغلي ډنفورډ د ولسمشر اوباما دغه تعهد په سیمه کې پر القاعدې او ددغه شبکې په مرستندویانو د فشار د ساتلو لپاره هم مهم ګڼلی دی.

د ایساف اوسنی ماموریت د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر په میاشت کې پای ته رسیږي، او ددغه ځواکونو نوی ماموریت چې د سلا مشورو، او ملاتړ ماموریت دی د نوي عیسوي کال له پیل سره پيل کیږي.

لا تراوسه هم افغان حکومت د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د نوي اعلان په تړاوو غبرګون ندی ښودلی.