عبدالله عبدالله: د امرخیل وظیفه دې «تعلیق» شي

ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د انتخاباتو د اساسو موادو «د غیرقانوني انتقال» په اړه دې تحقیقات وشي

ولسمشرۍ ته کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رئیس د وظیفې د تعلیق غوښتنه کړې ده. هغه پر ضیاالحق امرخیل باندې د تقلب تور لگولی دی.

خو ښاغلی امرخیل وايي چې که چیري ښاغلی عبدالله د ده د تقلب په اړه اسناد او شواهد لري نو د انتخاباتو کمیسیون ته دې وسپاري.

د انتخاباتو په ورځ، د کابل د امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر او د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا د رئیس ضیاالحق امرخیل ترمنځ جنجال هغه مهال پیدا شو، چې د کابل پولیسو د کمیسیون هغه موټر پرې نه ښود چې د رایېو پاڼې یې انتقالولي.

د انتخاباتو کمیسیون وايي چې دغه پاڼې یې د کابل ختیځ ته انتقالولي چیري چې خلګو د رایې اچونې په مرکزونو کې د رایېو د پاڼو د خلاصیدو په اړه شکایت کړی و.

د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا رئیس ضیاالحق امرخیل د کابل د امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر په دې تورن کړ چې په زرګونو خلګ یې د رایې اچونې د حق نه محروم کړل.

خو د کابل د امنیې قوماندان بیا په ښاغلي امرخیل باندې تور لګوي چې په انتخاباتو کې یې د یو مشخص کاندید په نفع درغلي کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر پرون په یو خبرې کنفرانس کې وویل چې د کمیسیون او د کابل د امنیې د قوماندانۍ ترمنځ مشکل په دې پیدا شو چې د دغو دوو ادارو ترمنځ هماهنګي نه وه. هغه وویل چې په دې اړه به تحقیقات وکړي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشبنې په ورځ اشنا رادیو ته وویل چې وزارت یې په دې اړه یو کمیسیون ټاکلی چې تحقیقات وکړې او د تحقیقاتو جزییات به وروسته اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د یکشنبې په ورځ وویل چې د تحقیقاتو نه مخکې باید قضاوت و نه شي.

پر انتخاباتو د څارنې د موسسې رئیس، جانداد سپین غر بیا وايي چې د انتخاباتو د پروسې د اعتبار په خاطر دې د جنجال او د دواړو خواوو د ادعاو په اړه دې تحقیقات وشي.

عبدالله عبدالله، چې پرون ناوخته یې په خبرې کنفرانس کې خبرې کولې، د ښاغلي امرخیل د وظیفې د تعلیق د غوښتنې نه علاوه دا خبره هم وکړه چې د انتخاباتو د اساسو موادو «د غیرقانوني انتقال» په اړه دې تحقیقات وشي.

ښاغلي عبدالله، چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د اشرف غني احمدزي سره سیالي کوله، زیاته کړه د انتخاباتو د کمیسیون دا خبره نه مني چې اوه میلیونو کسانو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده. هغه د خپل فسبوک په پاڼې باندې لیکلي دي چې «د هغو ولایتونو د رایېو نتایج نه مني چې د رایېو ورکونکو د شمیر څخه پکښې دیرې رایې اچول شويدي.»

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په انتخاباتو په دوهم پړاو کې شاووخوا اوه میلیونو کسانو رایې اچولې دي.

د انتخاباتو د لومړي پړاو په څیر دا ځل هم د انتخاباتو په اړه شکایتونه رسیدلي دي. د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني د یکشنبې په ورځ وویل چې کمیسیون ته یې ۲۷۵ شکایتونو رسیدلي دي. هغه وايي چې د انتخاباتو د لومړي پړاو نه دا ځل شکایتونه کم دي.

تمه ده چې د انتخاباتو ابتدایي نتایج به د جولای د میاشتې په دوهمه نیټه او رسمي نتایج به د جولاي په ۲۲ نیټه اعلان شي او نوی ولسمشر به د اګست په دوهمه نیټه لوړه وکړي.