جواز خان ته د ورژلو د قوم مشرعبدالغفار له ټاکنو يوه ورځ مخکې د جمعی له لمانځه نه ورورسته ويلي و چې بايد سبا په ټاکنو کې برخه واخلي، دی یي هم مني خو دهمدې شپې په دوو بجو د زړه ټوټه اوه نيم کلنه لور د ناڅاپي ناروغۍ له امله په لږ وخت کې له لاسه ورکوي او مړه کيږي.
له يوې خوا په ټاکنوکې د گډون ژمنه او له بلې خوا د چم گاونډ خبرول،! جواز خان پريکړه کوي چې هيڅ چاته به غږ نه کوي، سره له دې چې ميرمن يې ورسره نه مني خو دی يې قانع کوي، او وايي دا د قوم ملا ماتول دي، که خلک خبر شي نو د دستور سره سم ټول کلی به مونږ نه راټول شي او په ټاکنو کې له گډون څخه به محروم شيږ
مور د لور سرته په وير کښينی خو جواز خان د کورنۍ له ديارلسو غړو سره د رايی اچونې محل ته ځي. ،غرمه ١٢ بجې کله چي د رايی اچونې پروسه ختميږي، درې زره کسانو ته د خپل لور له مړينې خبر ورکوي، خلک يې د زغم ، حوصلې او احساس ستاينه کوي، مرستې او غمشريکۍ لپاره ورسره روانيږي .
له نږدې څلورو لسيزو جنگ او نا آراميو څخه ستړی جوازخان د لور د ښخولو نه وروسته په هديره کې پر کليوالوغږ کوي چې د وطن آبادۍ او د جنگ د پاې ته رسيدو دوعا ته دې لاسونه پورته کړي تر څو له دې تيارو نه رڼا ته لار ومومي
.
جواز چې د افغانستان په جنگ کې د ځوان ورور، تره زوی او نورو نږدې عزيزانو وير ډيردردولی د هيواد له دې غميزې نه د خلاصون يواځنۍ لار د ولسونو په رايو د حکومت جوړول گڼي.
دې چې خپله لیک لوست نه شي کولای او له خپل خوږ بچي څخه د ابدي جدایي پروخت یې په هيواد کې د سوکالۍ په هيله خپله رايه ورکړې، له ټولو هيواد والو څخه غواړي چې بچيو ته دې قلم په لاس ورکړي، دعلم او تعليم په مرسته دې خپل ملک آباد او ټولو دردونو ته دې د پای ټکی کيږدي.