ولسي جرګې معلوماتو ته د لاس رسي قانون تصویب کړ

ارشیف

دا قانون چې درې کاله وړاندې پارلمان ته د تصویب لپاره استول شوی و. او اوس د ولسي جرگې له تصویب وروسته دا قانون مشرانو جرګې ته استول کیږي چې د مشرانو جرګې له تصویب وروسته به جمهور رئیس ته د توشیح لپاره ولیږل شي.

که چیرې جمهور رئیس دا قانون توشیح کړي نو دا به لومړی ځل اوسي چې افغانستان معلوماتو ته د لاس رسي د قانون خاوند کیږي.

ددې قانون له مخې هیڅ دولتي چارواکی نه شي‌ کولای چې له خلکو نه عامه معلومات پټ وساتي، د افغانستان د اساسي قانون په پنځوسمه ماده کې معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي حق خوندي شوی دی.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارو په پرلپسې توګه د افغان پارلمان نه ددغه قانون د تصویب غوښتنه کوله د نی په نوم د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې د ولسي جرګې لخوا معلوماتو ته د لاس رسي قانون د تصویب هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې د مشرانو جرګه به هم ژر دغه قانون تصویب کړي.

نی وايي پکار خو دا وه چې دا قانون څو کاله وړاندې تصویب شوی وای.

نی، د قانون په نه تصویبیدو کې د حکومت ترڅنګ پارلمان هم ګرم ګنلی دی او ویلي دي چې ددغو ادارو د نه پاملرنې له امله د قانون تصویب ډیر وخت واخیست.

نی وايي«معلوماتو ته د لاس رسي قانون به د فساد پروړاندې د مبارزې ادارو سره مرسته وکړي ترڅو هغو معلوماتو ته چې ورته اړتیا لري لاس رسی ترلاسه کړي چې ورسره به په هیواد کې د فساد مخنیوی وشي».

همدا شان نی وايي چې ددغه قانون تصویب به د حکومتي چارواکو هغه بهانې هم له منځه یوسي چې په یو لړ مسایلو کې د معلوماتو د نه وړاندې کولو لپاره را مخې ته کوي.

همدا شان د افغان خبریالانو د مصونیت کمیټې د پارلمان لخوا ددغه قانون تصویب افغانانو ته یو ښه زیری بللی دی او هیله یې ښودلې ده چې جمهور ریس به ډیر ژر دغه قانون توشیح کړي.