کندهار کې د نړیړالو ځواکونو مخې ته ځانمرکی برید شوی

ارشیف

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د ژړۍ په ولسوالۍ کې پر نړیوالو ځواکونو ځانمرگی برید شوی چې د ځانمرگي برید کوونکي پرته په کې څوک نه دي وژل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکا غږ آشنا رادیو ته وويل پېښه ددې ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د کندهار - هرات د لويې لاري پر سر، په حوض مدد سیمه کې نن د جمعې د ورځې په سهار ۸ بجې رامنځ ته شوې ده.

دراني وویل چي په پېښه کې ملکي کسانو ته کوم زیان ندی رسیدلی.

هغه زیاتوي چي په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو قومندانۍ هم ورته ويلي چي په پېښه کې هغوی ته هم د سرزیان ندی رسیدلی، خو یوازي يې یوه نظامي شوبله تخریب شوې .

خو د پېښي له کبله د نړیوالو ځواکونو عسکرو د کندهار - هرات لویه لار د مسافرو پر مخ تړلې وه چې له امله یې په سل ګونو مسافر د سړک یوې او بلي خواته په ساعتونو منتظر پاته وو .

وسله والو طالبانو د پېښي مسئولیت منلی او په دغه برید کې یې د ګڼو نړیوالو عسکرو ته د مرګ ژوبلې ادعا هم کړې ده.