فیلډمن: د افغانستان شخړه د جگړې له لارې نه حل کیږي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا ځانگړي استازې دانیل فیلډمن، د امریکا غږ د افغانستان د څانگې له مشر مسعود فریور سره په یوه مرکه کې وویل د افغانستان شخړه په جگړې نه حل کیږي او باید د خبرو اتور له لارې روغه جوړه وشي. هغه وایي د طالبانو سره د خبرو اترو مشري باید د افغانستان حکومت وکړي. د افغانستان او پاکستان د حالاتو په اړه د امریکا ددې جگپوړې استازې مرکه دلته وگورئ: