په تکزاس کې د هغې روغتیا پالې کور چې ایبولا په ناروغي اخته شوې ده له خطرناکه موادو څخه پاک کړای شو . دا روغتیا پاله چې ویل کیږي شا و خوا شل کلنه ده، هغه مهال د ایبولا په ناروغي اخته شوه چې د توماس ایرک دنگن په نامه د یو ناروغ درملنه یې کوله چې په همدې ویروس اخته و.
د دې روغتیا پالې گاونډیان سخت وارخطا دي. داسې ښایي چې د دې ناروغي په وړاندې محافظتي وسایل او د روغتون له خوا اقدامات پاتې راغلل چې د دې ویروس د سرایت د مخنوي په موخه نیول شوي و.
د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنوي مرکز مشر توماس فریدمن دا نه ردوي چې نورې پیښې هم کیدای شي رامنځ ته شي.
د امریکا لوې هوایي ډگرونه د افریقا څخه راغلي مسافرو په وړاندې د کلکې پلټنې اقداماتو نه کار اخلي خو د امریکا د کانگرس د ځینو جمهوري غوښتونکو په اند دا اقدامات کافي ندي.
په کانگرس کې د تکزاس ایالت استازی مایکل مککاول وایي د امریکائیانو اندیښنه بر حقه ده " هغوي اندیښمن دي ځکه چې د ایبولا ویروس یو نه لیدل شوی گواښ دی. او مونږ سره یوازې د یو پرواز په واټن کې دی."
خو د روغتیا د نړیوال سازمان د ډاکتر این سمت په وینا دا اندیښنه غیر موجه او نه مرسته کوونکې ده. " په نړۍ کې د ناروغي د خپریدو په پرتله د ویروس ویره په چټکۍ خپریږي."
د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي ریاست د فلیپین په پلازمینه مانیلا کې د روغتیا په اړه یوې غونډې ته وویل؛ د ایبولا ویروس چې تر اوسه پورې د افریقا په لویدیځ کې څه دپاسه ۴ زره کسان وژلي دي په اوسني عصر کې د روغتیا په برخې کې تر ټولو بیړنی وضعیت شمیرل کیږي.
د روغیتا نړیوال سازمان د هغو ارقامو له مخې چې د جمعې په ورځ خپاره شول، لایبریا، د افریقا په لویدیځ کې یو له هغه درېو هیوادونو څخه دی چې د ایبولا ویروس پرې ناوړه اغېزه کړی ده.
ورپسې بیا سیرالیون او گیني دي چې د ایبولا ویروس ځپلې دي. خو دا ناروغي په اروپا او امریکا کې هم خپره شوې ده.
د ایبولا واکسین
د ویرې او اندیښنو د خبرونو په منځ کې یو ښه خبر هم شته او هغه دا چې د روسیې د روغیتا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایبولا په وړاندې یې درې واکیسونونه جوړ کړي چې په شپږو میاشتو کې دننه به معرفي شي.
د روسیې د روغتیا وزیرې ویرونیکا سکورتسوا د روسیې ار تي ار تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې یو له دې واکسینونه له مخه لا د کلینکي ازمیښت په پړاو کې دی.
د روسیې د روغتیا وزیرې وویل چې له دې نه یو واکسین چې غیرفعاله دی مستقماً د ویروس نه جوړ شوی او دوه نور ارثي جوړ شوي دي.
Your browser doesn’t support HTML5