د پرمختللو هیوادونو په څیر باید د ټکنالوجۍ نه کار واخلو

  • نوشابه آشنا

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر امیرزی سنګین

ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې د مخابراتي شرکتونو ستونزې به حل کړي. ولسمشر دا خبره هم کړې ده چې مخابراتي شرکتونه دې د ټیلیفوني خدماتو علاوه نور مخابراتي خدمات هم خلګو ته برابر کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر امیرزی سنګین وايي چې په افغانستان کې اوسمهال د ټیلیفوني خدماتو سربیره انټرنیټ او په ۲۴ ولایتونو کې د تري جي خدمات هم برابر شوي دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر زیاتوي چې افغانستان اوس په فضا کې سپوږمکۍ هم لري.

ښاغلی سنګین دا مني چې د مخابراتي خدماتو د قيمت او کيفيت په برخه کې ستونزې شته،

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سرپرست وزير وايي چې په کومو برخو کې چې نور پرمختللي هيوادونه له تکنالوجۍ څخه کار اخلي افغانستان هم غواړي په هماغو برخو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه کار واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سرپرست وزیر امیرزي سنګین سره د نوشابه اشنا بشپړه مرکه دلته اوریدلئ شی:

Your browser doesn’t support HTML5

د امیرزي سنګین سره مرکه