راضيه بلوچ هلمندۍ:میرمنې په خپل خدمت او صداقت بریالۍ شوي

  • نوشابه آشنا

راضيه بلوچ هلمندۍ

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا د ولایتي شوراګانو وروستۍ اعلان شوې پایلې ښیې چې د افغانستان په دریو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو ښځینه کاندیدانې د نارینه کاندیدانو نه په اخيستل شويو رايو کې مخکې دي.

دهلمند ولايت ولايتي شورا ته دریم ځلي بریالۍ شوې غړې راضيه بلوچ هلمندۍ وايي، په تيرو دورو کې مې خلکو ته صادقانه کار او خدمت ددې سبب شو چې دريم ځل هم ولايتي شورا ته راشم.

ميرمن بلوچ هلمندۍ د خپل برياليتوب راز بې له توپيره د خلکو ستونزې اوريدل او په حل کې يی هلې ځلې او ژر اقدام گڼي .

د راضيه بلوڅ هلمندۍ بشپړه مرکه چې د کاميابۍ د خوښي په څرگندو لوپېليږي دلته اوريدلائ شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د میرمن راضيه بلوچ هلمندۍ سره مرکه