سوسن مرکم: د افغان میرمنو د سیاسي او ټولنیزې راتلونکی په اړه خوشبین یم

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا پرمختیایی ادارې ، یو اس اې آې دي د ترویج په نوم یو پروگرام پیل کړی چې لدې لارې به دوه سوه شپاړس ملیون دالر د افغان میرمنو د ملاتړ اولا غښتلتیا دپاره په مصرف ورسیږي. پدې ادارې کې د جنسي برابریو او د میرمنو د غښتلتیا د څانگی مشرې سوزن مارکم د لومړی میرمنی په صفت د جمهور رئیس د میرمنې رولا غني د فعالیتونو په اړه هم خپل نظر زمونږ د همکارې ژیلا ناصري سره د یوې ځانگړی مرکې په ترڅ کې څرگند کړ. هغې په افغانستان کې د میرمنو د سیاسي او ټولنیزې راتلونکی په اړه خوشبینی څرگنده کړه او ویی ویل چې په نوې کابینه کې د وزیرانو په توگه د څلورو میرمنو د ټاکل کیدو پریکړه یوه لویه لاس ته راوړنه ده.