د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به د پنج شنبه په ورځ هم په سویس کې پاته شي او د ایران سره به خبرو ته ادامه ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف وویل چې د سویس د لوزان په ښار کې د چهارشنبې د ورځې په خبرو کې نور پرمختګ هم شوی دی. خو هغې څرګنده کړه چې «تر اوسه هم یو سیاسي تفاهم نه دی شوی.»
د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو مرکچیانو د چهارشنبې په ورځ د سویس د لوزان په ښار کې یو ځل بیا سره غونډ شول چې د ایران د اټومي پروګرام په سر د یوې موافقتنامې د اساساتو په اړه خپل اختلافات حل کړي.
د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د موافقې هدف دا دی چې ایران اټومي پروګرام محدود شي او په بدل کې یې په ایران باندې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېري شي.
د یوې موافقتنامي په اساساتو باندې د توافق لپاره د سې شنبې د ورځې مهلت ټاکل شوې و، خو خبرې چهارشنبې ته وغځول شوي او اوس به خبرې پنج شنبې ته هم ادامه پيدا کړي.
د ایران اټومي مرکچي، عباس عراقچي، د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي دي چې ایراني هییت په دې باندې ټینګار کوي، چې مخکې له دې نه چې موافقه وشي، په ایران باندې دې د لګول شوو نړیوالو بندیزونو د لېري کولو لارې چارې واضح شي.
په راتلونکي کې د ایران د څیړنو او د آټومي پروګرام د جزییاتو په اړه هم اختلافات شته.
چین د دواړو خواو نه غوښتنه کړې چې د یو بل سره دې جوړ راشي.
که چیري دواړه خواوي د یوې موافقتنامې په اساساتو سره جوړ شي نو په پاتو موضوعاتو به ورسته خبرې وشي او د جون تر ۳۰ نیټې پورې به د نهايي موافقتنامې جزییات برابر شي.