د سره صلیب کمیټه: په یمن کې بشري مرستو ته اړتیا شته

یونیسف وايي چې په یمن کې ماشومان د صحي مشکلاتو سره مخ دي.

د سره صلیب نړۍ والي کمیټې وايي چې یوه الوتکه یې چې د روغتیا د چارو کارکونکي په کې سپاره وو، د یمن یایتخت صنعا ته رسیدلې ده.

سره صلیب پرون د سه شنبې په ورځ د یمن د عدن په جنوبي ښار کې «د فاجعې» د رامنځ ته کیدو په اړه بیا خبر داری ورکړ.

که څه هم چې د سره صلیب د کمیټې یوه لوړپوړي چارواکي دومینیک سټیل هارټ په ټویټر لیکلي دي چې بېړني ضروري طبي مواد به د هوا او سمندر له لاري یمن ته ورسول شي.

د نړۍ د روغتیا د سازمان له قوله، په یمن کې په تیرو درو اونیو کې په جگړو کې څه دپاسه ٥۴٠ کسه وژل شوي او ١٧٠٠ تنه زخمي شوي دي.

سره صلیب د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې نه دی توانېدلی چې یمن ته څو ټنه طبي مواد ورسوي.

دغه کمیټې ویلي دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د دغو موادو د رسولو اجازه ورکړې ده. مگر د سره صلیب کمیټه دغه جنگ ځپلي هیواد ته د الوتکو د پروازونو په اړه اندېښمن دی.

په عین وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې ویلي دي چې په یمن کې تر ۱۰۰۰۰۰ پورې خلګ بې بې ځایه شويدي.

یونیسف ویلي دي چې د یمن په بیلابیلو ځایونو کې خلګ د خپلو کورونو پریښودولو ته اړ شوي دي او هڅه کوي چې خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.

یونیسف دا خبره هم کړې ده چې شفاخانو او د خدماتو د رسولو په نورو عامه ادارو باندې هم بیروبار ډیر شوی دی.

دغه ادارې ویلي دي چې هغه کورنۍ چې بې ځایه شوي دي، ماشومان یې د صحي مشکلاتو سره مخامخ دي.

یونیسف ویلي دي چې د ماشومانو او بې ځایه شوو کورنیو خوندیتوب ته باید خاصه توجه وشي. دغه سازمان زیاته کړې ده چې په دې برخې کې باید نړیوال بشري قوانین مراعت او عملي شي.