نیوزي لینډ اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د کرکټ د شل اوریز جام په دویم پړاو کې نیوزي لینډ نن خپله دویمه سیالي د شل اوریز کرکټ پخواني قهرمان ټیم اسټرالیا سره وکړه، او ډیرې سختې مقابلې نه پس ېې سیالي اخري اوور کې په اتو منډو وګټله.

د هند د هماچل پردیس صوبې په درمشاله کرکټ میدان نیوزي لینډ اول توپ وهنه وکړه او اسټرالیا ته ېې د ګټلو دپاره په اتو وکټو د ۱۴۳ منډو هدف ورکړه. په دې ۱۴۲ منډو کې د نیوزي لینډ څلور لوبغاړو ګيپټل مینرو ویلیمسن او ایليټ د شلو نه زیاتې منډې وکړې. د اسټرالیا لخوا اخیستل شو اتو وکټو کې کولټر نیل او مارش درې دري وکټې واخیستې.

په ځواب کې اسټرالیا د هدف په تعقیبب کې پرله پسې وکټې دلاسه ورکړې او د اسټرالیا نهه لوبغاړي وسوزیدل او اته منډې کمې پاتې شوې او شل اورونه ختم شول. د اسټرالیا لولغاړو عثمان خواجه، میکسویل او مارش د شلو نه زیاتې منډې وکړې خو د نیوزي لینډ بالر میلان څلور وکټې واخیستې او د اسټرالیا مهم لوبغاړي ېې وسوزول.

دا د کرکټ په شل اوریز جام کې د نیوزي لینډ دویم بری دی

دې بري سره نیوزي لینډ د څلورو سیالیو نه دوه سیالۍ وګټلې او د کرکټ شل اوریز جام سیمي کې د لوبیدو چانس ېې قوي شو ،نیوزي لنیډ لینډ به راتلونکې سیالۍ د پاکستان او بنګله دیش سره کوي .

نن د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام دویمه سیالي د انګلستان او جنوبي افریقه ترمنځ دی. جنوبي افریقه به دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ممبي کې افغانستان سره لري.