کندهار کې د مخدره موادو ضد کمپاین د ستونزو سره مخ دی

د کندهار د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې اداره وايي چي د نړیوالي ټولنې د مرستو نشتون سبب شوی چي سږکال پدې ولایت کي د نشه يې توکو پر ضد کمپاین تر سره نشي .

دقيقي شمېرې ښيي چي تر یوسلو پنځو زره زیات کسان عملآ په جنوبي ولایتونو کې دکوکنارو په نېښ وهلو او حاصل را ټولو بوخت دي .

د نوموړي ادارې مشر ګل محمد شکران له امریکاغږ اشنا رادیو سره په مرکه وويل چې سږکال پدې ولایت کي پر ۲۱ زره هکتاره ځکه تریاک کرل شوي .

نوموړی زیاته وي چي که د ولایتي ادارې په ابتکار د کښت پر وخت د کوکنارو پر ضد کمپاین نه وای تر سره شوی ممکن د ۲۱ زره هکتاره ځمکي پر ځای څو برابره زیات کښت شوی وای .

لمړنۍ څېړني ښيي چي په هلمند کي تر ۸۳ زره هکتاره پر زیاته ځمکه د تریاکو کښت شوی چي خاص يې پدغو ورځو کې د راټولیدو په حال کي دي ، په اروزګان کي تر ۷ زره هکتاره او په زابل کي هم تر ۶ زره هکتاره زیاته ځمکه باندي کوکنار کرل شوي . دغه راز د کوکنارو د دوبني ( اوړي ) کښت ته سر له اوس څخه تیاری نیول کیږي .

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې ادارې مشر گل محمد شکران سره مرکه دلته اوریدی شئ