کابل کې د ژورنالستانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ کیږي

په داسې حال کې چې افغانستان هم د نړۍ د نورو ملکونو سره نن د رسنیو د آزادۍ ورځ نمانځي،افغانستان کې د مختلفو رسنیو سره کارکونکي خبریالان او ژورنالستان نیت لري چې ډیر زر کابل کې د کرکټ یو ټورنامنټ کې یو بل سره مخامخ شي.

د فرینډشپ میډیاکپ په نوم د دغه سیالیو تنظیمونکی ښاغلی واصل وصال وايي چې د دوي هدف د کرکټ د لوبې سره د خبریالانو مینه څرگندول دي او خبري رسنیو ترمنځ د صمیمیت یو چاپیریال پیدا کول دي. ښاغلی وصال وايي چې دوي د افغانستان د کرکټ بورډ سره هم خبرې کړیدي او هغوي ورسره په دې لړ کې د مرستو ژمنه کړیده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسول نظیم جار عبدالرحيمزي هم د خبریالانو ترمنځ د دوستانه کرکټ سیالیو هرکلی کړیدی او وايي چې احتمال دی چې د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو برخه هم د یو ټیم سره په دې سیالیو کې برخه واخلي.

دا سیالۍ به د کلک کرکټ بال په ځای په پلاستکي توپ کیږي او کیدی شي د کابل په یو غیر رسمي لوبغالي کې وشي. احتمال دی د مختلفو راډیوي تلویزوني او خبري شبکو لس ټیمونه پکې برخه واخلي.