افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوربند موافقه وشوه

د افغانستان او پاکستان په سرحدي کرښه تورخم د تېرو څلور ورځو راهسې روانې جگړې ته د پای ټکي کیښودو په هدف اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال د پاکستاني مقاماتو سره لیدلي او د اوربند په اړه یوې موافقې ته سره رسیدلي.

ډاکټر عمر زاخیلوال د امریکا غږ آشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې ویلي چې د پاکستان د پوځ د مشرتابه سره لیدلي او په دې توافق وکړ چې دواړه لوري به اوربند کوي. جنگ به نه زیاتیږي، تشنج د کموالي دپاره به هڅه کوي او د پاکستان له لوري چې په تورخم د دروازې جوړولو کومه هڅه کیده ،هغه به ودروي.

ډاکټر زاخیلوال دا هم وویل چې د خبرو دپاره مو په مشخصو قدمونو هوکړه چې دغسې موضوعات د دواړو طرفونو ترمنځ موجود پروټوکول په اساس سره یو څیړل شي او یو حل ورته د خبرو دلارې را وویستل شي.

پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال

ډاکټر زاخیلوال وویل چې دا وخت په کرښه ارامي ده او هیله ده چې سبابه نور هم وضعه ښه شي او د دواړه ملکونو اړونده ادارې به د وضعې د ارامې ساتلو دپاره یو بل سره خبرې کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې د افغانستان سفیر ،ډاکټر عمر زاخیلوال سره د نوشابه آشنا مرکه