د افغانستان لرغونی اثار د جنوبي کوریا په ملي موزیم کې

  • نوشابه آشنا

د افغانستان د ملي موزيم ريس فهيم رحيمي اشنا راډيو ته وويل ، له هيواده بهر نندارتونونو کې د افغانستا ن لرغونې اثار نندارې ته وړاندې کول په مادي او معنوي لحاظ افغانستان ته گټه رسوي .

د دې نندارتون معنوي ارزښت ته په اشارې رحيمي زياته کړه ، د افغانستان د هر لرغونی اثر ليدل بهرنيانو ته د هيواد فرهنگ او اصلي څيره ورپيژني.

ښاغلی رحيمي په وینا تر اوسه د نړۍ په یوولسو هیوادونو کې د افغانستان طلايېلرغونی اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان د لرغونو طلايې اثارو لومړنی نندارتون په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په پاریس کې جوړ شو.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د طلايې اثارو دا نندارتون د جنوبي کوریا په مختلفو موزیمونو کې د راتلونکې نومبر میاشت تر ۲۷ نیټې پورې نندارې ته وړاندې شي .

د افغانستان د ملي موزيم له ريس محمد فهيم رحيمي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د ملي موزيم ريس فهيم رحيمي سره مرکه